دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 199872
د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانيا د لومړي وزیر بورس جانسن له لوري په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د ترینګلتیا د کمیدو سخته اړتیا ده. د ایران او امريکا ترمنځ د کړکیچ د لا زياتيدو په ترڅ کې آلمان، بریتانيا او فرانسې پر ټولو اړخونو باندې غږ کړی دی چې له زغم څخه کار واخلي.
د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانيا د لومړي وزیر بورس جانسن له لوري په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د ترینګلتیا د کمیدو سخته اړتیا ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې «موږ له ټولو اړخونو د سخت زغم او مسئولیت د ښوولو غوښتنه کوو. په عراق کې باید د تاوتریخوالي روانه لړۍ پای ومومي.» په عین وخت کې دغو درو سره هیوادونو په عراق کې پر ائتلافي ځواکونو تازه برید غندلی دی: «(موږ) په سیمه کې د ایران له لوري د منفي نقش په هکله ژور اندیښمن یوو، په ځانګړې توګه د ایران د سپاه انقلاب او د جنرال سلیماني په مشرۍ د قدس قطعې له لوري.»
سلیماني د جمعې په شپه په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه هدفمن برید کې ووژل شو. هغه په بهر کې د ایران د پوځ مهمه څیره ګڼل کیده.
عراق د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې
آلمان، فرانسې او بریتانيا په خپله ګډه بیانه کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې د جاري ساتلو یادونه هم کړې ده او له عراقي چارواکو یې غوښتي دي چې په راتلونکي کې هم د داعش ضد نړیوال ائتلاف ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ دغه هیواد له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ټول بهرني ځواکونه دي له دغه هيواده وباسي. د عراق د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي، دفتر ویلي دي چې په دې تړاو اړونده ګامونه اخیستل شوي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له عراق څخه د شا او خوا ۵۰۰۰ عسکرو د اخراج په ترڅ کې دغه هیواد په سختو بندیزونو ګواښلی دی. د هغه په خبره که چیرې عراق د ځواکونو د راایستلو له پاره د واشنګټن غوښتنې پوره نه کړي، نو حکومت به یې داسې بندیزونه وضع کړي چې بې سارې به وي.
https://avapress.com/vdcbz9b85rhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته