دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۴
د مطلب کود : 199904
د ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي پارلمان ته احضار شول
د ولسي جرګې غړو، د کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي د پلازمېنې د هوا ککړتیا د زیاتوالي له امله پارلمان ته د ځواب ویلو لپاره رابللي دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي د دغو بنسټونو چارواکي پر بې کفایتۍ تورن وي او وايي چې تراوسه یې د هوا ککړتیا د مبارزې په برخه کې عملي کار نه دی کړی.
په تېرو څو اوونیو کې په بې مخینې توګه د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره وربلل شول.
د ولسي جرګې غړی خالد اسد په دې اړه وايي:«په داسې طرحې کار وکړې چې موږ د راتلوونکو کلونو لپاره د پروګرام له مخکې مخته ولاړ شو، او له دغې وژونکې ککړتیا مخنیوی وکړو.»
کابل ښاروالي وايي د هوا اتیا سلنه ککړتیا د کورونو لخوا او پاتې شل سلنه هم د سوداګریزې برخې او غیرمعیاري ترانسپورټي وسایطو له امله زیاته شوې ده. 
کابل ښاروال ذکي سرفراز په دې اړه څرګنده کړه:«زه منم چې زموږ ډېری کوڅې او کوڅې ګۍ خامه دي، خو د کوڅې په کوڅې پخول ډېر وخت او یو عالم سرچینو ته اړتیا لري.»
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال وايي ترهغه چې ټول مسوول بنسټونه په همغږې او عملي توګه کار ونه کړي د هوا له ککړتیا سره مبارزه به ګران کار وي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وویل:«د حکومت برخه، د اجراییه برخه، د ښاروالیو، محترم پارلمان او مدني ټولنې برخې نه وي، هغه ښایسته او ښه پلانونه چې موږ چمتو کړي بیا هم زموږ پر مېز پاتې کېږي.»
خو داسې ښکاري چې دا ځوابونه د قناعت وړ نه دي.
د ولسي جرګې غړې شهناز غوثي وايي:«تاسې هېڅ حل لار نه لرئ او هېڅ کار مو نه دی کړی.»
د ولسي جرګې غړی رحیم علي یار هم زیاتوي:«موږ ټول مسوول یوو، پارلمان ولې شپږ میاشتې مخکې د هوا ککړتیا په اړه خبرې ونه کړې، کله چې لوګي زموږ دماغونه را تور کړل او ډاکټر ته ولاړو بیا په دې فکر کېږو چې څه کار وکړو.»
په تېرو اوونیو کې کابل د نړۍ په کچه د ککړې هوا لرونکو ښارونو په سر کې و؛ او اوولس تنه په پلازمېنه کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي په پایله کې مړه شول.
خو په تېرو څو ورځو کې د واورې په اورېدو سره کابل ښاریانو پاکه هوا تنفس کړه.
 
https://avapress.com/vdchvwnzk23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته