ولسمشر غني امر کړی چې په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو پروسه کې دې د استخدام چارې د رقابت له مخې ترسره شي.
ولسمشرغني په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د پروسې په تړاو د دوامداره ناستو په لړ کې تېره شپه د دغه وزارت له سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان سره خبرې کړې دي او د اصلاحاتو د بستو د جدي پلي کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.
ارګ وايي، په دغه وزارت کې د اقتصاد محوره سیاستونو رامنځته کول، ساختاري بدلون، قوانین، طرزالعملونو اصلاح او له هېواده بهر افغانانو ته د لازمو خدماتو وړاندې کول یې د اصلاحاي بستو برخې دي چې له اړوندو ادارو او د ملي شورا د نړیوالو اړیکو له کمېسیون سره یې پرې مشورې هم کړې دي.
افغان حکومت د مک کمېټې له راپور او د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ چټکه کړې ده او وايي ټول هغه کسان به بېرته په کور کېنوي چې وزارت ته له کمو زده کړو او واسطې سره د دپلوماتانو په توګه راغلي دي.