دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 199936
قریشي: ممکن د ایران او امریکا لانجه افغان سوله زیانمنه کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي کیدای شي د ایران او امریکا ترمنځ رامنځته شوي جنجالونه د افغانستان د سولې بهیر زیانمن کړي.
قریشي چې د پاکستان پارلمان کې یې خبرې کولې په افغانستان کې سوله د پاکستان او سیمې په ګټه بللې ده، خو ویلي یې دي چې د سولې دا نازک بهیر به د ایران او امریکا د ستونزو شدت له امله اغیزمن شي.
بله خوا د امریکا د ولسيمشرۍ ټاکنو ډیموکراټې نوماندې، تولسي ګابارډ خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا احتمالي جګړه به د افغانستان جګړه له یادونو وباسي.
میرمن ګابارډ فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو شتون د اندیښنې وړ بللی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان د جګړې هیرول به د سیمې او نړۍ هیوادونو لپاره ډیرې بلې پایلې له ځان سره ولري.
سره له دې چې افغان چارواکو د قاسم سلیماني له وژل کیدو وروسته ایران ته ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به د ګاونډیو هیوادونو پر ضد کار نه اخیستل کیږي، خو ایراني چارواکو ګواښ کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پیلیدو سره به په سیمه کې د امریکا پوځي هډې په نښه کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1oqse2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته