امریکا جواد ظریف ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده
امریکا جواد ظریف ته ویزه ورنه کړه
17 جدی 1398 ساعت 12:05
امریکا جواد ظریف ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده
د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې وه چې جواد ظریف راتلونکې اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیت شورا ته ویلي چې دوی جواد ظریف ته د امریکا وېزه نه ورکوي.
امریکا همدا راز پر نورو ایرانیانو هم محدودیتونه وضع کړي دي او د وېزې ورکړه یې سخته کړې ده. بل پلو رسنۍ وایي چې تر تازه تحولاتو وروسته په امریکا کې د سپینې ماڼۍ، کانګرس، پنټاګون او نورو مهمو دولتي ادارو شاوخوا امنیتي تدابیر خورا سخت شوي دي.
دامریکا او ایران ترمنځ شخړي پخوا هم وی خو د سلیماني د وژل کیدو نه وروسته د دواړوهیوادو ترمنځ تاو تریخوالی زیاد شوی دي.
د مطلب کود: 199940