دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 199946
په غور کې ۶۹ تنه طالبان دولت ته تسلیم شو
  په غور ولایت کې سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی ۶۹ تنه طالبان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی. دا طالبان د طوفان هریرود عملیات په جریان کې د هرات-غور لویی لاری په اوږدو کې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

۱۴ تنه د ملا عبدالباقی کسانو څخه تیره ورځ غور کې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی او ۵۵ تنه د ملا محسن کسانو څځه دوشنبه غرمه حکومت ته تسلیم شو.
د هرات-غور لویی لاری پاکسازی عملیات په جریان کې ځینی جګړییز وسیلی، مهمات، نظامی تجهیزات، موتر، چاودیدونکې توکې د طالبانو څخه کشف او امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcdon0f9yt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته