امنیتی او دفاعی ملی ځواکونه فراه ولایت کې بختور عملیات په جریان کې، تیره شپه د یو هوایی برید په ترڅ کې طالبانو ګمرک باندی قلعه کاه ولسوالی کې ۵ تنه طالب تروریستان له منځه وړی دی.
د "بختور" عملیات په فراه کې په شدت سره ادامه لری
17 جدی 1398 ساعت 12:30
امنیتی او دفاعی ملی ځواکونه فراه ولایت کې بختور عملیات په جریان کې، تیره شپه د یو هوایی برید په ترڅ کې طالبانو ګمرک باندی قلعه کاه ولسوالی کې ۵ تنه طالب تروریستان له منځه وړی دی.
د طالبانو ځینی مهم او کلیدی کسان په دی برید کې وژل شوی او ځینی نور ټپیان شوی دی.
د بختور په عملیات کې ډیر اسلحی او مهمات د طالبانو څخه امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی او همدارنګه لسګونه حلقه ماینونه د لاری په اوږدو کې پیدا شوی او خنثی شوی دی.
عملیاتونه همدا اوس په شدت سره د قعله کاه، شیب کوه او انار دره ولسوالیو کې ادامه لری او دولتی ځواکونه پرمختګ په حال کې دی.
د مطلب کود: 199952