ایپوچ ټایم رسنۍ راپور ورکړی چې درې افغان ګډوالو اسپانیا هېواد کې پر درې امریکايي خویندو جنسي تیری کړی دی.
۳ افغانانو اسپانیا هېواد کې پر ۳ امریکايي خويندو جنسي تیری کړی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جدی 1398 ساعت 15:59
ایپوچ ټایم رسنۍ راپور ورکړی چې درې افغان ګډوالو اسپانیا هېواد کې پر درې امریکايي خویندو جنسي تیری کړی دی.
د راپور پر اساس دغو افغانانو ته اسپانيې هېواد کې سیاسي پناه ورکړل شوې وه، چې د نوي کال د نمانځغونډې مراسمو کې له دغو امریکايي انجونو سره تر پېژندګلوي وروسته پر هغوي یې جنسي تیری کړی دی.
دغه درې خورلڼې چې له امریکا څخه د نوي کال مراسمو کې د ګډون په موخه اسپانیا هېواد ته ورغلې وې، د نوي کال نمانځغونډه کې له درې افغانان سره آشنايي پيدا کوي، چې تر هغه وروسته په دوه جلا کورنو کې پرې جنسي تیری کیږي.
دغو نجونو ویلي، چې د نوي کال د نمانځې په موخه له دوي سره کور ته تتلي او هلته پرې جنسي تیری شوی دی، د انجونو لویه خور ۲۳ کاله عمر لري او دوه نورې خویندې یې ۲۰ او ۱۸ کال عمر لري.
پر انجونو د تیري نښې نښانې لیدل شوي او قضیه د پولسو تر څېړنې لاندې ده.
د مطلب کود: 199968