دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 199975
مالیې وزارت د ټرانسپورټ له وزارت سره د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک کړ
د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک شو، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ سیستم ادارې (JICS) له لوري په وړیا او غیر پروژوي بڼه تمویلېږي
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس ښاغلي یما شمس، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو، په هیواد کې د سړک جوړولو په څرنګوالې، د یادو پروژو د پرمختګ په راپور او د سړکونو د ساتنې او څارنې په تړا خبرې او د نظرونو تبادله وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، د طرحه شویو پروژو د چارو ښه کېدو په موخه د لازمو سپارښتنو ورکړې ترڅنګ، د ټرانزیټي او استملاک سړکونو د پراختیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
په پای کې د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک شو، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ سیستم ادارې (JICS) له لوري په وړیا او غیر پروژوي بڼه تمویلېږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfe1dytw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته