کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت د ټرانسپورټ له وزارت سره د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جدی 1398 ساعت 16:56

د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک شو، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ سیستم ادارې (JICS) له لوري په وړیا او غیر پروژوي بڼه تمویلېږي


د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس ښاغلي یما شمس، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو، په هیواد کې د سړک جوړولو په څرنګوالې، د یادو پروژو د پرمختګ په راپور او د سړکونو د ساتنې او څارنې په تړا خبرې او د نظرونو تبادله وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست، د طرحه شویو پروژو د چارو ښه کېدو په موخه د لازمو سپارښتنو ورکړې ترڅنګ، د ټرانزیټي او استملاک سړکونو د پراختیا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
په پای کې د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د ۳،۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سفالټ قرارداد لاسلیک شو، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ سیستم ادارې (JICS) له لوري په وړیا او غیر پروژوي بڼه تمویلېږي


د مطلب کود: 199975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199975/مالیې-وزارت-د-ټرانسپورټ-له-سره-۳-۵-میلیونه-امریکایي-ډالرو-په-ارزښت-سفالټ-قرارداد-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com