دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 199990

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله سید عليخامنه يي: امریکا غواړي ایران تر خپلې سلطې لاندې راولي
د ایران ستر مذهبي مشر وايي امریکا له څلورو لسیزو راهیسې هڅه کوي، چې دا هیواد تر خپلې سلطې لاندې راولي.
ایت الله سید علي خامنه يي د شنبې پر ورځ تهران کې د محصلینو یوې سترې غونډې ته ویلي، چې واشنګټن په خپلې دې موخه کې ناکام شوی، نو ځکه یې یو ځل بیا په ایران بندیزونو ته مخه کړې ده.
هغه دا ادعا هم کړې، چې ګنې ددغو بندیزونو لپاره د ډونلډ ټرمپ د حکومت پالیسۍ په نړیواله کچه له مخالفتونو سره مخامخ شوي او په پایله کې یې امریکا منزوي شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې  د ټرمپ ادارې له راتلونکې دوشنبې څخه د ایران د تیلو پر صنعت او بانکي سکتور باندې هم د بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی.
په ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د شنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مسوولې فدریکا موکیریني سره خبرې کړي او له نوموړې یې غوښتي، چې ددغو بندیزونو د نه عملي کولو له اړخه ډاډ ورکړي.
 
https://avapress.com/vdccooqsx2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته