کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوگر د قومی مشران د والی سره ولیدل

17 جدی 1398 ساعت 18:00


د د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي په خپل کاري دفتر کې د څرخ او محمد آغې ولسوالیو اړوند د بیلابیلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل.
په پیل کې راغلو قومي مشرانو د خپلو سیمو اړوندې ستونزې، غوښتنې او یو لړ وړاندیزونه له والي سره شریک او په ټراو یې د ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي اسحاقزي د یادې سيمې مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ستونزو دحل په برخه کې د هرراز مرستې ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو والي ته د امنیت په ټینکښت کي د همکاري ډاډ ورکړی او ویلي دي چي مونږ دامنیت په راوستلو کي ستاسو ترڅنک ولاړیواو هرنوع همکاریو ته چمتو یو.


د مطلب کود: 199992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199992/د-لوگر-قومی-مشران-والی-سره-ولیدل

آوا
  https://www.avapress.com