کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان پر سکناس جعل ضد کاغذ ۱۰ میلیارده میده افغانۍ چاپوي

17 جدی 1398 ساعت 18:47


د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې له یو پولینډي شرکت سره پر سکناس کاغذ د افغانیو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړ.
د ملي تدارکاتو اداره وايي، دغه ۱۰ میلیارده افغانۍ چې ارزښت یې ۸ نیم میلیونه ډالر کېږي، له لوړو امنیتي کوډونو او معیارونو سره چاپېږي او افغانستان ته ورکول کېږي.
د ملي تدارکاتو اداره زیاتوي پر سکناس کاغذ چاپېدونکي افغاني بانکنوټونه به یو ګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوټونه وي چې په اتلسو میاشتو کې به یې کارونه تمام شي او د افغانستان د حکومت په اختیار کې به ورکول شي.
سکناس د کاغذ تر ټولو انتیک ډول دی چې د ګڼو هیوادونو بانکنوټونه پرې چاپ شوي دي او امنیتي کوډونه یې ډېر کوچني دي چې جعلکاري په کې ناممکنه ده.
افغانستان په دې وروستیو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتو ولایتونو کې د افغانیو د ترویج کمپاین د ودې له کبله کوچنیو بانکنوټونو ته اړتیا ډېره کړې ده او ورسره د جعلکارۍ د مخنیوي هڅې هم پيل شوې دي.
 


د مطلب کود: 199995

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199995/افغانستان-پر-سکناس-جعل-ضد-کاغذ-۱۰-میلیارده-میده-افغانۍ-چاپوي

آوا
  https://www.avapress.com