افغان حکومت وایي هیله لري دا ځل امریکا او طالبان پر دې توافق وکړي چې ژر تر ژره دې مخامخ بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو پیلېدونکی دی او ددې هیله شته چې ژر تر ژره د طالبانو او افغان حکومت مخامخ مذاکرات هم پيل شي.
بل پلو قطر دفتر ته نږدې سرچینې بیا وایي چې ملا برادر او زلمي خلیلزاد غیر رسمي لیدنه لرلې ده او له یو بل سره یې خبرې کړې دي.
ټاکل شوې چې په همدې اونۍ کې د دواړو لورو ترمنځ رسمي مذاکرات پيل شي.