دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 199997
د ۲۷۰۰ ښوونځیو له ډلې چې د جوړولو چارې یې ۶۰ سلنه بشپړې شوې، ۱۱۰۰ یې نجونو ته ځانګړي شوي دي او دغه راز ۳۳۰۰ نور ښوونځي چې په راتلونکي کال کې جوړېږي، زیات شمېر به یې نجونو ته ځانګړي شي.
د پوهنې وزارت سرپرست، ډاکټر میرویس بلخي، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي د راپور د موندنو په پروګرام کې وینا کوله، وویل، ټول هېواد کې له ښوونځي څخه د باندې له درې میلیونه زیاتو ماشومانو وضعیت ته په پام سره چې ۶۵ سلنه یې نجونې جوړوي، دغه وزارت په خپلو ټولو ښوونیزو او روزنیزو سیاستونو کې د نجونو زده کړو ته د خپلو پروګرامونه په سر کې ځای ورکړی دی.
هغه وویل د نجونو د زده کړو په پالیسۍ کې داسې میتودونو ځای پر ځای شوي چې د شته بنسټونو په همکارۍ سره د نجونو د ټولنیز امنیت خوندي کېدو زمینه برابرېږي. پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزې د حلولو په موخه، سږکال د هېواد په کچه ۷۵۰۰ ښوونکې ګومارلي دي او د ښوونکو په بیا ګومارنې کې به هم د ښځینه ښوونکو ونډه ۵۰ سلنه وي.
په دې ناسته کې اجراییه رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله، ښوونې او روزنې ته د نجونو لاسرسی اساسي مسله وبلله او په دې برخه کې یې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیزومرکزونو له هڅو څخه ستاینه وکړه.
اجراییه رییس وویل، چې د یوه وګړي او مسوول په توګه ښوونې او روزنې ته د نجونو او ښځو د لاسرسي د زمینې برابرولو لپاره بشپړه ژمنتیا لري. هغه وویل پر هغو کارونو باید بسنه و نشي چې تر دې دمه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې تر سره شوي؛ ځکه چې افغانستان په دې برخه کې د جګړې له امله څلوېښت کلن زیان لیدلی دی.
ډاکټر عبدالله ډاډ ورکړ چې ښوونې ته د هېواد د ماشومانو او نجونو د لاسرسي پر مشروع حق به هېڅکله معامله ونشي او زده کړه د دې هېواد د بچیانو طبیعي حق دی. د ښځو چارو وزارت مرستیالې، نبیلې مصلح د ښځو او ماشومانو د حقونو بنسټ د څېړنیز راپور هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه وزارت به د ښځو د پوهاوي ورکولو په پروګرامونو کې د یاد راپور له موندنو څخه ګټه پورته کړي.
هغې وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې په ۲۲۴ ولسوالیو کې د ښځو او نجونو د زده کړو لپاره د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي.
د ښځو د ښوونیز مرکز رییسې، پلوشې حسن هم د هېواد په ښوونځیو کې د میلیونونو زده کوونکو د جذبېدو په برخه کې د لاسته راوړنې په یادولو سره، سوله یوه اساسي مسله وبلله او ویې ویل چې د سولې پروسې په خبرو اترو کې د ښځو په استازیتوب سره باید داسې څو ک ګډون وکړي چې په سمه توګه د هغوی له حقونو څخه دفاع وکولای شي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ رییسې، زرقا یفتلی، چې دغه راپور یې چمتو کړی دی، له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د ملي عمل پروګرام د تطبیق، د ماشومانو د ودونو د مخنیوی، د پوهنې شوراګانو د رامنځته کولو، پر وخت سره د ښوونکو د معاشونو د ورکولو، په ښوونځیو کې د څښاک اوبو برابرولو او جلا تشنابونو د رامنځته کولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ، چې په تېر یوه نیم کال کې یې په کابل، کندهار، ننګرهار، بدخشان، پروان او بلخ ولایتونو کې ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي راپور چمتو کړی دی، له ښوونځي څخه بهر د څه باندې ۳ میلیونه ماشومانو پاتې کېدل د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د دولت، دونرانو، مدني بنسټونو او نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتونکی دی. راپور ښیي چې ناسم دودونه، جنسیتي تبعیض، د زده کړو ټیټ کیفیت، د ښځینه ښوونکو کموالی، ناامني، د ښوونځیو واټن او د ښوونځي پر لار د نجونو د ازار او ځورونې مسله، د نجونو لخوا د ښوونځیو د پرېښودو اساسي دلیل ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjhhevauqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته