دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 200063
ایران د امریکا څخه خپل غچ واخیست/ عراق کې امریکا لوی اډی باندی لسګونه مسایلونو توغونه
  ایران د شهید سلیمانی ترور غچ عراق خاوره کې د آمریکا عین الاسد اډی باندی بالستیک موشکونو په توغولو سره واخیست.


 
سپاه پاسداران د شهید قاسم سلیمانی ترور غچ عملیات آمریکا عین الاسد اډه باندی بالستیک موشکونو په توغولو سره ترسره کړ.
عین الاسد د عراق دوهم هوایی لوی اډه او آمریکایانو مقر دی.
د سپاه پاسدارانو اعلامیه په لاندی ډول دی:
بسم الله القاصم الجبارین
 
د ایران اسلامی لوی او دغدار اسلامی امت د صادق وعده ترسره کولو وخت راورسید او خدای په توکل سره نن سهار د سپاه پاسدارانو قدس ځواکونو قوماندان مظلومانه شهادت غچ د آمریکا عین الاسد نظامی اډه باندی برید سره واخیستل شو چی جزئیات به یی وروسته ایران او اسلام نړۍ ته وړاندی شی.
 
اسلامی انقلاب سپاه پاسداران دا لوی بریالیتوب اسلامی امت او ایران عظیم الشان او فداکار خلګو ته اعلانوی.
 
۱-آمریکا مستکبر او لوی شیطان رژيم ته خبرداری ورکوو هر ډول نوی شرارت د نورو کړنو سره به سخت ځواب ولری.
۲- د آمریکا متحد دولتونو ته چی خپل اډی هغوی په اختیار کې ورکړی دی، خبرداری ورکول کیږی چی که هر ځمکه په هر ډول چی وی که ایران په وړاندی د امریکا له لوری استعمال شی، تر برید لاندی راشی.
۳-په هیڅ وجه صهیونیستی رژیم په دی جنایت کې آمریکا څخه بېل نه بولو.
۴-آمریکا خلګو ته توصیه کوو چی د ډیرو زیانونو مخه نیولو سره آمریکایی سرتیری د سیمی څخه بېرته وغواړی او اجازه ورنه کړی د نفرت په ډیریدو سره متحده ایالات باندی حاکم رژيم له لوری ددی هیواد نظامیانو ژوند تر خطر لاندی واچوی.
 
و ما نصر الا من عندالله العزیز الحکیم
 
فاکس نیوز په یو خبر کې وویل چی پنتاګون دا برید تایید کړی دی.
 
همزمان، الجزیره د عراق امنیتی سرچینی څخه په نقل سره اعلان کړي چی اربیل کې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
نظامی یو ارشد چارواکې فاکس نیوز ته وویل: موږ د ایران موشکی برید لاندی راغلی یو.
سی ان ان: نږدی ۱۰ راکته عین الاسد اډی باندی موښتي دی.
د سپين ماڼۍ ویاند: ترامپ ریپورتونو په جریان کې دی او وضعیت په دقت سره تر نظر لاندی دی.
ځینی ریپورتونه ادعا کوی چی آمریکا جنګیدونکې د اماراتو څخه پرواز کړی دی/ سپاه په بیانیه کې اعلان کړی چی که ایران په وړاندی کوم هیواد خاوری څخه ګټه واخیستل شی، د ایران تر برید لاندی به ونیول شی.
د سی ان ان په وینا: د عین الاسد اډه نه بغیر، آمریکا یو بل اډه هم تر برید لاندی راغلی دی.
آمریکایی شبکه کارپوه: MSNBC د ایران سره مخامخ کېدو برنامه نه درلودلو سره، د آمریکا لپاره ترسناک ساعتونه رامنځته کړی دی.
بریتانیا دولت یو ویاند په دی لړ کې وویل چی د شرایطو فوری څیړنې په حال کې دی او بریتانیا دولت لومړیتوب د عراق کې بریتانیایی پرسنل امنیت ساتنه دی.
آمریکایی سناتور غبرګون: مخکې می ویلی وو چی زموږ نظامیان باید هیواد ته بېرته وګرځی.
 
جان کری د آمریکا پخوانۍ خارجه وزیر اخیر بدلونونو په غبرګون ویلی دی چی فکر کوم دا د نړۍ لپاره یو تراژدی دی چی دا آمریکا دولت د دیپلماسی پرځای تقابل لوری ته حرکت کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcg3z9xwak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته