دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 200097
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر میلادي کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې شااوخوا ۷۸۷ مټریک ټنه سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل چې دا رقم د تېرو میلادي میاشتو په پرتله ۱۵۰ فیصده زیاتوالی ښيي.
هغه زیاته کړه: “په ټوله‌ییز ډول د هوايي دهلېزونو له لارې افغانستان د ډسمبر په میاشت کې له ۱۷ میلیونو ډالرو زیات صادرات درلودل.”
نوموړي زیاته کړه، په دغو سوداګریزو مالونو کې، کرنیز توکي لکه زعفران، انار، وچه مېوه، قره‌قل او لاسي صنایع شاملې وې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چین په لومړي، هند دوهم، اروپايي هېوادونه په درېیم او عربي هېوادونه په څلورم قدم کې راځي چې زیات سوداګریز توکي ورته صادر شوي دي.
https://avapress.com/vdcdnz0x5yt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته