کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات شیندند ولسوالی کې د خارجی بی سرنشینه الوتکو برید کې طالبانو او غیری نظامیانو ته تلفات اوښتی دی

19 جدی 1398 ساعت 10:32

د رسیدلی خبر په اساس، تیره شپه د خارجی ځواکونو بی سرنشینه الوتکې د افغانستان امنیتی چارواکو سره هماهنګی نه بغیر، د طالبانو یو کلیری کس ملا ننګیالی قرارګاه شیندند ولسوالی کې بمبار کړی دی.



 
هرات امنیتی چارواکې وایی چی هغوی ددی برید څخه خبر نه درلود او خارجی ځواکونو له لوری صورت نیولی دی.
آوا خبرګزاری-هرات: غیری رسمی سرچینی ویلی دی چی ملا ننګیالی خپلو ۱۵ کسانو سره وژل شوی دی.
که څه هم تراوسه امنیتی چارواکې په دی اړه څه نه دی ویلی، خو داکتر ابراهیم محمدی د هرات حوزوی روغتون آمبولانس مسوول د پنځه تنه ټپیانو لیږد څخه و دا روغتون ته خبر ورکوی.
د هغه په وینا د ټپیانو وضعیت قناعت ورکوونکې دی.
په همدی حال کې سرچینی ویلی دی چی په دی برید کې د طالبانو سربیره غیرنظامیان خصوصآ کوچنیان هم ټپیان شوی دی.
 


د مطلب کود: 200152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200152/هرات-شیندند-ولسوالی-کې-د-خارجی-بی-سرنشینه-الوتکو-برید-طالبانو-او-غیری-نظامیانو-ته-تلفات-اوښتی-دی

آوا
  https://www.avapress.com