دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 200156
مالیې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۲۰۸ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي دي
مالیې وزارت د هېواد د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د ژمنې په برخه کې توانېدلی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره؛ د پیسو له نړیوال صندوق سره د خپلو مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړي.
د مالیې وزارت سرپرست او د جمهور رییس ستر سلاکار، ډاکټر محمد همایون قیومي، چې  د حکومت داطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وینا کوله، زیاته کړه، چې د ۴۸ غټو او ۱۵ کمیتي ژمنو په چوکاټ کې ټول اصلاحات تر سره او د پیسو د نړیوال صندوق د اجرایوي بورډ لخوا تایید شوي دي.
هغه وویل چې تر سره شوې ژمنې د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکتور د مدیریت د اصلاح، د بانکي سکتور د اصلاح، د ملي عوایدو د راټولولو، د لوی اقتصاد د اغېزمن مدیرت، اقتصادي ودې او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د پیسو د نړیوال صندوق د شاخصونو د بشپړېدو په برخه کې شوې دي.
ښاغلي قیومي زیاته کړه چې د اصلاحاتو پلي کېدو، نړیوالې ټولنې ته د افغانستان اعتبار زیات کړی دی، تمویلونکي خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانستان کولای شي چې د مشخصو عایداتي پروژو لپاره اوږدمهاله پورونه په اسانه توګه او لږ یا صفر ټکټانې سره تر لاسه کړي او کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب او پیاوړې شوې دي.
دغه راز هغه وویل افغانستان په بریالیتوب سره د اصلاحاتو د ارزونې د شپږو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته؛ د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۴۴.۴ میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي دي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د لوی اقتصاد د مالي ثبات ساتل، اقتصادي وده، د عوایدو د راټولو زیاتوالی او د پراختیایي بودجې لګول؛ په اقتصادي او مالي برخه کې د افغانستان مهمې ژمنې وې. افغانستان په ۱۳۹۸ مالي کال کې توانېدلی څه باندې ۲۰۸ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د نن ورځې تر پایه پورې به د حسابونو په بشپړې تصفیې سره ۲۰۹ میلیارډه افغانیو ته ورسېږي.
دغه اندازه پیسې د ټاکل شوی هدف پرتله ۲۲میلیارډه افغانۍ زیاتوالی ښیي او دا شمېر په تېرو ۱۸ کلونو کې د عوایدو د راټولو تر ټولو لوړه کچه ده.
د افغانستان اقتصادي وده په ۱۳۹۴ کال کې له ۱.۳ سلنې څخه؛ په ۱۳۹۸ کال کې ۳ سلنې ته رسېدلې او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې دغه وده ۳.۴ سلنې ته لوړه شي. حکومت په ۱۳۹۸ کال کې توانېدلی چې خپله پراختیایي بودجه ۹۵.۴ سلنه ولګوې چې د تېر کال پرتله یې ۱۲ میلیارډه افغانۍ زیاتې لګولې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک سرپرست اولومړي مرستیال، واحدالله نوشیر، د پیسو له نړیوال صندوق سره په بریالیتوب باندې د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام پلي کېدل، د انفلاسیون د کمښت، د اسعاري ذخایرو د زیاتېدو او د افغانۍ ارزښت د ساتنې په برخه کې اغېزمن وباله. هغه وویل د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د درې کلن پروګرام د پيل پر مهال، په هېواد کې د انفلاسیون کچه ۷.۳۷ سلنه وه، چې اوسمهال دغه کچه ۱.۱۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
همدارنګه د ذخایرو پالیسي، د پروګرام په پیل کې ۷.۷ میلیارډه ډالرو ته رسېدله، خو اوس یې ۸.۵ میلیارډه ډالرو ته زیاتوالی کړی دی. د افغانستان بانک سرپرست، په تېرو دوه کلونو کې د افغانۍ ارزښت، د سیمې او ګاونډیو هېوادو د پیسو د واحد پرتله، با ثباته وبلله او ویې ویل شمېرې ښیې چې افغانۍ له ښه ثباته څخه برخمنه وه.
 
https://avapress.com/vdcjiye8muqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته