کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر ځوانانو د افغانیو رواجولو په اړه د والي ستاینه وکړه

19 جدی 1398 ساعت 11:20

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر ځوانانو د افغانیو رواجولو او د دوی په سیمه کې د نجونو ښوونځی لپاره د ودانۍ جوړیدو له امله د ننګرهار والي ستاینه وکړه .


د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د لوخۍ سیمې د ځوانانو ټولنې غړو د دوی په سیمه کې په وروستیو کې نجونو ته د ښوونځي ودانۍ جوړیدو او د افغانیو رواجولو له امله د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل قدرداني نوموړي ته د اعزاز لونګۍ په سر کولو سره وکړه .
د ځوانانو په استازیتوب شیربهادر او احمد سیار په وروستیو کې په امنیتي،اقتصادي او انکشافي برخه کې پرمختګونه وستایل او پخپله سیمه کې یې هلکانو لیسې د ترمیم،نجونو لیسې لپاره د احاطې جوړولو،کلینک ته د درملو لیږدولو او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې وکړې .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادو ځوانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ولس په همکارۍ به امنیتي ساحې لا پراخه،افغانۍ به بشپړ دود کیږي او د ولایت په کچه به نور پرمختګ ته هم زمینه برابریږي .
هغه ډاډ ورکړ چې د پوهنې او روغتیا په برخه کې به د دوی ستونزې اړونده مسؤلینو سره د حل په موخه شریکي کړي

 


د مطلب کود: 200157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200157/د-خوږیاڼو-ولسوالۍ-یو-شمیر-ځوانانو-افغانیو-رواجولو-په-اړه-والي-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com