دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 200159
حکومت: د داعشیانو ۱۳۰ مېرمنې او ماشومان قبایلي مشرانو جرګې ته وسپارلې
په ننګرهار کې د داعش جنګیالیو تسلیم شوې قبایلي مېرمنې د کوزې پښتونخوا د باجوړیو، اورکزیو او اپریدیو قومي مشرانو ته وسپارل شوې. افغان حکومت ویلي د اورکزیو او قبایلي داعشیانو مېرمنې به د پاکستان د حکومت پر ځای قبایلو ته تسلیم کړي چې تېره ورځ په دغو ۱۳۰ مېرمنو اوماشومانو پسې د کوزې پښتونخوا سپین ږیري او مشران ننګرهار ته راغلي وو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تاند ته وايي، د داعش جنګیالیو دغه ۱۳۰ کونډې او ماشومان د پښتونخوا ولایت د بیلابېلو سیمو وې: (( موږ سره دا مهال ۹۰۰ داعشي مېرمنې او ماشومان دي چې له دې منځه به ۵۰ مېرمنې او ۸۰ نور ماشومان هم قبایلي مشرانو ته تسلیم کړو.))
د یادې ګډې جرګې پرېکړه لیک مولوي حبیب الله جلال ابادي ولوست چې په کې د قبایلي مشرانو له لورې د حکومت څخه د ماشومانو او میرمنو د ساتنې او بېرته دوی ته د سپارلو وړاندیز د منلو له امله مننه کړې وه .
د کوزې پښتونخوا د جرګې مشر ملک صبور افريدي د ننګرهار له ولايتي ادارې او افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د پښتني دستور له مخې يې د دوی د قوم ښځې او ماشومان دوی ته تسليم کړل.
د یادونې وړده چې روان کال ننګرهار په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاک او جګړه مار یې له ویرې تسلیم شول .
 
https://avapress.com/vdccpxqio2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته