دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 200168
هرات کې له طالبانو د بېلې ډلې قومندان ملا ننګیالی وژل شوی
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې له طالبانو د یوې بېلې شوې ډلې مهم قومندان د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
ویل کېږي د چارشنبې په ورځ ماسپښین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دا قومندان وژل شوی دی.
هرات کې یوه چارواکي  وویل، ملا ننګیالی په زېرکو ولسوالۍ کې له نژدې ۱۵وسلوالو سره وژل شوی دی.
د دې سرچینې په خبره، دې برید کې پر ۱۵ وسلوالو سربېره تر اتو ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
خو ځايي چارواکو تراوسه ولسي مرګ ژوبله نه ده تایید کړې.
زیرکوه یو وخت د هرات د سترې ولسوالۍ شینډنډ برخه وه.
خو ځینې نارسمي سرچینې او ځايي خلک وايي، له شلو ډېر وسلوال او همدومره ولسي وګړي په دې برید کې وژل شوي دي.
په هرات کې  محمد قاضي زاده وايي، ملا ننګیالي څو ځله د طالبانو د اصلي ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځایي قومندان ملاصمد د وسلوالو سره جنګیدلی دی.
د طالبانو د تحریک د بنسټګر او لومړي مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر خپرېدو او ملا اختر محمد منصور په مشرۍ پسې ملا رسول له طالبانو بېلتون اعلان کړ.
دا ډله تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ په تېره هرات او فراه کې فعالیت لري.
 
https://avapress.com/vdccexqi42bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته