پاکستان وایي د ټاپي پروژو په هوکړو کې د ګاز ټاکل سوې بیه ددوی لپاره لوړه ده.
د پاکستان کابیني ویلي چې دوی هڅه کوي ترکمنستان دې ته تیار کړي څو د ګازو بیه راټيټه کړي.
ټاپي پروژه چې اوسمهال یې چارې په افغانستان کې د ځینو ستونزو له امله ورو پر مخ روانې دي، د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته لېږدوي.
هند هم تر دې وړاندې ویلي چې د ګازو بیه لوړه ده او باید کموالی پکې راسي.
رسنۍ وایي چې د ګازو د بیو پر سر ناندرۍ ښایي په دغه پروژه کې نور ځنډ هم رامنځ ته کړي.
ټاکل سوې وه چې د ۲۰۱۹ کال تر پایه ټاپي پروژه بشپړه سي، خو ویل کېږي چې د امنیتي او نورو مشکلاتو له امله سوداګر پر دغه ستره پروژه پانګونې ته زړه نه ښه کوي.