کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

“د افغانستان له اساسي قانون څخه ګټه نه ده اخیستل سوې”

19 جدی 1398 ساعت 18:33

د کندهار پوهنتون رئیس وايي چي په افغانستان کي سره د دې چي اساسي قانون سته، ولي بیا هم پر ټولو یو ډول نه دی تطبیق سوی او ګټه نه ده ځني اخیستل سوې.



هغه دغه خبري چهارشنبه (جون ۸) په کندهار پوهنتون کي د هيواد د اساسي قانون د اوونۍ د ۱۶مي کلیزي په مناسبت جوړه سوې غونډه کي وکړې.
په دغه لمانځغونډه کي د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالوحد وثيق، د پوهنتون استادانو، محصلینو او يو شمير نور د دولتي او غيردولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی و.
د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند عبدالوحد وثيق وويل چي د قانون د حاکمیت په موخه باید د هیواد اساسي قانون پر ټولو يو ډول تطبیق کړل سي. ده وویل چي افغانستان اساسي قانون لري، خو په وینا يې بدبختانه ګټه نه ده ځني اخیستل سوې. د وثیق په وینا، موږ بايد اساسي قانون ته غاړه کښېږدو او تر خپل وسه نور د اساسي قانون له محتوا او ماهیت څخه خبر کړو. ده وویل، کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي او داسي پروګرامونو ته به تر هغو ادامه ورکوي څو هيوادوال په دې پوهېږي چي خپل مشکل څنګه د قانون د تطبیق په واسطه حل کړي؟
د پوهنتون د رئیس تر خبرو وروسته د پوهنتون یو شمېر استادانو د افغانستان د اساسي قانون په اړه سیمنارونه هم وړاندي کړه. هغوی د افغانستان د اساسي قانون د ټول فصلونو په اړه ناست کسانو ته معلومات او وضاحت ورکړ او د ناظرینو سوالونو ته يې د یوه فېنل په مټ جوابونه وویل.
 


د مطلب کود: 200171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200171/د-افغانستان-له-اساسي-قانون-څخه-ګټه-نه-ده-اخیستل-سوې

آوا
  https://www.avapress.com