دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 200179
اردوغان او پوتین په لیبیا کې هر څه ژر د اوربند غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لیبیا کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو هر څه ژر د اوربند کولو غږ وکړ.
ولسمشر اردوغان او پوتین  پر لیبیا  د جنوري د ۱۲ مې نیټې  د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره  د اوربند کولو  غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان او پوتین په استانبول کې  ګډه اعلامیه خپره کړه.
پدې  ګډه اعلامیه کې د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژې ته په اشارې سره ویل شوي دي چې دا پروژه  د ترکیې او روسیې  سربیره  د سیمې  ګټو ته هم  خدمت کوي او د سیمه ایزو ستونزو  د حل سره مرسته کوي.
په اعلامیه کې  د امریکا  او ایران ترمنځه  په اړیکو کې د ترینګلتیا د کچې د لوړیدو او پر عراق  د دې ترینګلتیا  د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه ښودل شوې ده. همداشان  په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  د جنوري په دریمه نیټه  په بغداد کې  په ایراني جنرال قاسم سلیماني  او ملګرو يي  د امریکا لخوا ترسره شوی هوايي برید چې په نتیجه کې  سلیماني او ملګرو يي ژوند د لاسه ورکړ  د سیمې  پر امنیت  او استقرار  ډیرې زیاتې منفي اغیزې کړي دي.
همداشان  پدې ګډه اعلامیه کې  د سوریې خپلواکي، ملي حاکمیت ، سیاسي  یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ته  په ژمنتیا  ټینګار شوی دی.
دواړو  مشرانو پدې اعلامیه کې  په لیبیا کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو  د اوربند  غږ کړی دی.
مشرانو  د لیبیا په اړه  داسې ویلي دي " په موجودو  حساسو شرایطو کې  او د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو  د اهدافو په رڼا کې  مونږ  د یو ستر مسئولیت  په غاړه اخیستو  پریکړه وکړه. پدې چوکاټ کې د منځګړو په توګه  په لیبیا کې په ټولو خواوو د جنوري د ۱۲ مې نیټې  د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره  د نښتو د درولو، په سیمه کې د استقرار د ټینګښت او په طرابلس او نورو ښارونو کې ورځني ژوند چارې نورمال حالت ته د راګرځولو په خاطر  د نیول کیدونکو  تدابیرو سره د مرستې په موخه  د اوربند  د اعلانولو  غوښتنه کوو. همداشان  د لیبیا د خلکو درد او غم ته د پای د ټکي د ایښودو او په هیواد کې  یو ځل بیا د سوله ایزې فضا د حاکمولو په خاطر  په ټولو خواوو هر څه ژر د مذاکراتو په میز د کیناستو غږ کوو.
مونږ  پوره باور لرو چې  د لیبیا خلک  پرته  د کومې استثنا‌ء د ټولو هیوادوالو  ګټې په نظر کې د نیولو په خاطر د  هر اړخیزو او ملي  مذاکراتو سره  د خپل روښانه راتلوونکي په اړه  په خپلواکه توګه  د تصمیم  نیولو  توان  لري.
 
https://avapress.com/vdcef78wojh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته