دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 200180
د روسیې ګاز د ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوونکې د ګازو نللیکه پرانیستل شوه
د روسیې ګاز د ترکیې له لارې اروپا بازارونو ته د انتقالوونکې د ترک جریان د ګازو نللیکې په استانبول کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسمآ پرانیستل شوې.
د ترک جریان د ګازو  نللیکو  د پروژې د پرانیستو پدې مراسمو کې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سربستان ولسمشر الکساندر وچیچ او د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بورسیف  ګډون کړی وو.
مراسم  د ترک جریان  د پروژې په اړه  د معلوماتي  ویدیو سره  پیل شوه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په نوموړو مراسمو کې خپله وینا  د روسیې د مقاماتو نه  په مننې سره پیل کړه او وویل چې دا پروژه  د روسیې سره په ګډه  د ډیرو  زیاتو زحماتو په نتیجه کې  سرته رسیدلې ده. دا پروژه هم  د دواړه اړخیزو اړیکو او هم  په سیمه کې  د تاریخي  اهیمت نه برښمنده ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې  ددې  پروژه  ساختماني چارې د یو کال  په څیر  په یوه لنډه موده کې  پایته ورسیدې  او ددې پروژې  سره به په کال کې  ۳۱ عشاریه ۵ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې او اروپا ته انتقال شي. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې نللیکو نه یوه  په ځانګړې توګه  یواځې او یواځې  د کال ۱۵ عشاریه ۷۵ میلیارده متر مکعب ګاز  ترکیې ته راانتقالوي  چې په ترکیه کې د ۱۵ میلیونو کورونو کلنۍ  اړتیاو به پوره کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې  د روسیې سره د انرژۍ په برخه کې  همکاري  په نورو برخو کې د ځینو خنډونو  سره سره  په ډیر بریالیتوب سره  وده کړې ده . همداشان د ترکیې او روسیې ترمنځه  اقتصادي  اړیکې  په ډیره  عالي کچه کې قرار لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په سیمه کې  د تشنج او شدت  پلوي نده  او هیڅکله يي  نده کړې.
ولسمشر اردوغان وویل په ختیځه مدیترانه کې  د ترکیې پرته  هیڅ یوه پروژه  بریالۍ کیدای نشي.
ولسمشر اردوغان د ایران او  امریکا ترمنځه روان ترینګلتیا ته په اشارې سره وویل چې  پداسې یو حساس وخت کې  چې د جګړې د خطر زنګونه  غږول شوي دي  د ډیپلوماسۍ د کانالونو  د کارولو سره  ددې ترینګلتیا  د کچې د راټیټولو  هڅه کوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې  هیڅوک  ددې حق نلري چې یواځې  د خلکو شخصي  ګټو په خاطر  عراق او سیمه کې  په لمبو کې وسوځوي.
ترکیه به د خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره  سیمه  د وینو او اوښکو په جهیل  د بدلو  مخه ونیسو. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې دا سیمه  د وینو په جهیل بدل کړي.
مونږ د ترکیې په صفت  نه غواړو چې عراق، سوریه، لبنان او د خلیج سیمه  د نبابتي جګړو په لمبو کې وسوځي.
همداشان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا به خپله وینا کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او روسیې  اړیکي  د ټولو خنډونو  سره سره  په هره برخه کې  د ودې په حال کې دي. زمونږ ترمنځه د همکارۍ کچه په هره برخه کې ډیره  لوړه شوې ده . د ترکیې له لارې د روسیې ګاز اروپا بازارونو ته انتقال د ترکیې سربیره  د سیمې د اقتصاد سره هم  ډیره زیاته مرسته کوي.
لکه څرنګه چې ګورۍ  په سیمه کې  د شدت او تشنج کچه  ډیره  لوړه ده. خو  ترکیې او روسیې بیا  ترمنځه اړیکې  بیا د ټولو لپاره نمونه د مثال دي.
 
https://avapress.com/vdcg7z9xzak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته