دا بس موټر چې د پلازمینې تهران نه د ګنبد ښار پر لورې روان وو په ځايي وخت د سهار د ۳ نیمو بجو په شاوخوا کې د سواد کوه د سیمې په لویه لاره کې کنټرول د لاسه ورکړ او لاندې درې ته وغورځید.
ویل کیږي پدې پیښه کې ۹ تنو ښځو، یو تن ماشوم او ۹ تنو نارینوو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه ښځې او ۱۶ تنه نارینه ټپيان شوي دي.
د سیمه ایزو مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
سیمه ایزو مقاماتو ددې پیښې اصلي لامل تخنیکي ستونزه په ګوته کړې ده . ویل کیږي بس موټر د تخنیکي ستونزې له امله کنټرول د لاسه ورکړی او درې ته لویدلی دی.
د یادولو وړ ده چې پرون په تهران کې د اوکراین یوې مساپر وړونکې الوتکې هم د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی وو چې په نتیجه کې نږدې ۱۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.