کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ام تی ان شرکت د موبایل پولی خدمات د اجرایی رئیس په حضور سره افتتاح شو

19 جدی 1398 ساعت 17:35

د ام تی ان شرکت د موبایل پولی خدمات نن ورځ د هیواد اجرایی رئیس عبدالله عبدالله په حضور سره افتتاح شو.



 
آوا خبرګزاری-کابل: افغانستان اسلامی جمهوریت اجرایی رئیس، نن(پنجشنبه،۱۹ جدی) د ام تی ان شرکت پولی خدماتو افتتاحیه محفل کې وویل چی خصوصی سکتور رشد د اقتصادی رشد او اوسیدونکو ژوند کې سهولت رامنځته کېدو سبب ګرځی.
هغه وویل چی مخابراتو وزارت او اترا وزارت دنده لری د موبایل پولی خدماتو لپاره حقوقی مبنا او اساس تعریف کړی ترڅو خلګ و امنیت ته یی باور پیدا کړی.
داکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چی موبایل پولی خدماتو بریالیتوب عامه پوهاوي او معتبر خدماتو وړاندی کولو باندی تړلی دی. خصوصی او دولتی مسئولین دی په دی اړه ښه تمرکز ولری.
اجرایی رئیس وویل چی خصوصی سکتور پياوړۍ کول او د سرمایه ګذاری لپاره مساعد محیط برابرول، د ملی وحدت حکومت لومړیتوبونو څخه دی. په دی برخه کې بنیادی کارونه ترسره شوی دی.
محمد فهیم هاشمی د مخابرات او تکنالوژی وزیر وویل چی د تکنولوژی څخه ګټه اخیستنه اداری فساد له منځه وړی؛ ځکه پکې لاسوهنې امکان نشته.
 


د مطلب کود: 200203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200203/د-ام-تی-ان-شرکت-موبایل-پولی-خدمات-اجرایی-رئیس-په-حضور-سره-افتتاح-شو

آوا
  https://www.avapress.com