کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پر اقتصاد د امريکا او ايران ترمنځ د ترينگلتيا منفي اغیز

20 جدی 1398 ساعت 9:52

که څه هم چې چارواکي هڅه کوي چې د ايران او امريکا ترمنځ د لانجې له منفي اغیزو څخه افغانستان وساتي خو پر افغانستان یې اقتصادي اغیزې واضح دي. خلک هم د امريکا او ايران ترمنځ د ترينگلتيا او احتمالي جگړې له کبله انديښمن دي.


په عراق کې د امريکا متحده ایالاتو پر اډو د ايران د توغندیزو بريد په تړاو د دونالد ترمپ تر وروستيو څرگندونو وروسته داسې ښکاري چې د ايران او امريکا ترمنځ د جگړې د رامنځته کیدو خطر يو څه کم شوي وي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اصلي شخړه پر ځای پاتې ده.
دمگړۍ عراق د امريکا او ايران ترمنځ د ترينگلتيا مرکز گرځيدلی دی، خو افغانستان هم په حساس وضعيت کې دی. له يوه پلوه ۱۳ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې ميشته دي او له بله اړخه کابو دوه میليونه افغانان په ايران کې ژوند کوي. پر دې سربیره ايران د افغانستان يو له مهمو تجارتي شريکانو څخه دی.
که څه هم چې د افغانستان سياستوالو ډاډ ورکړی دی چې له سياسي اړخه به د دې هېواد خاوره پر بل هېواد باندي د جگړې له پاره ونه کاروله شي، خو د ايران او امريکا ترمنځ د ترينگلتيا اقتصادي اغیزې په افغانستان کې په واضح توگه ښکاري.
د ايران د گاونډي ولايت هرات د کانونو او صنايع خوني مسئولين وايي چې پر ايران د امريکا متحدو ایالاتو بندیزونه د دې سبب شوي دي چې له ايران څخه د وارداتي تجارتي توکو اندازه د پام وړ ټيټه او په دې ولايت کې د پانگونې پر کړۍ باندې منفي اثرات اچولي دي.
د هرات د کانونو او صنايع خوني رئيس حميدالله خادم، وويل چې د امريکا او ایران ترمنځ شخړې له وجې له چابهار بندر څخه د تجارتي مالونو انتقال له ځنډ سره مخامخ شوی دی.
هغه زياته کړې چې وروستيو تحولاتو په هرات کې د پانگونې پر وضعيت پنځوس سلنه منفي اغیز کړې او په هرات کې يې د صنعتي فابريکو د رامنځته کيدو بهير له ستونزو سره مخامخ کړی دی. اټکل کيږي چې افغانستان ۳۵ سلنه سون او ساختماني مواد له ایران څخه واردوي.
په عراق کې د امريکا پر پوځي اډو تر توغندیزو بریدونو وروسته چې د ايران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سليماني د وژنې د غچ اخيستو په موخه ترسره شول، دونالد ترمپ يو وار بيا اعلان وکړ چې پر ايران به لگيدلي بندیزونه نور هم سخت کړي.
په هرات ولايت کې څارونکي وايي چې که چیرې پر ايران اقتصادي بندیزونه سخت شي او احتمالي نظامي شخړه رامنځته شي نو دا به د افغانستان پر وضعيت هم نیغ په نیغه اغیزه ولري.
په هرات کې د عبدالقادر کامل په نوم يو کارپوه وايي چې امريکا په افغانستان کې هم دغه ډول پوځي اډې لري او داسې انديښنې هم شته ايران د طالبانو په ملاتړ د امريکايي ځواکونو پر وړاندې په کوم عمل لاس پورې کړي.
هغه وويل: «که دا ترينگلتياوې ادامه و مومي ايران به په افغانستان کې د امريکا مخالفت ته ادامه ورکړي او د طالبانو ملاتړ به نور هم زيات کړي.»
بله اندېښنه داده چې د وضعيت له لا خرابيدو سره به په ایران کې ميشت مهاجر بیرته ستنيدو ته مجبوره شي. يوه داسې هيواد ته به د مهاجرو ډله ایز ورتگ چې خپلو داخلي بې ځایه شويو مهاجرو ته رسيدگي نه شي کولی، وضعيت لا پسې خراب کړي.
خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې هر ډول اړين تدابير یې نيولي دي او زياته کړې یې ده چې سيمه ایزه اداره چمتو ده چې راستنيدونکي مهاجر د بې ځایه شويو په کمپونو کې ځای پر ځای او يا یې آن د هغوی خپلو ولایتونو ته انتقال کړي.


د مطلب کود: 200225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200225/د-افغانستان-پر-اقتصاد-امريکا-او-ايران-ترمنځ-ترينگلتيا-منفي-اغیز

آوا
  https://www.avapress.com