کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهارکي دتسليم سوو داعش وسله والو قبايلي مېرمني او ماشومان خپلو کورونو ته ستنيږي

20 جدی 1398 ساعت 11:42

ولايتي چارواکي بيا وايي: چې د ګډي جرګې د پريکړي له مخې يې نن د تسليم سوو داعش وسلوالو مېرمني او ماشومان د هغوی خپلوانو ته د سپارلو لړۍ پيل کړه.
اخوا بيا تسليم سوي مېرمنې او ماشومان خوښ دي، چې تر اوسه يې په ښه ډول پالنه او ساتنه سوې.
د قبايلي سيمو هغه مېرمنې او ماشومان چې د داعش وسلوالو په ليکوکي امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي وه دلراو بر پښتنو ګډې جرګې له پريکړي وروسته يي نن خپلو کورنيو ته دسپارلو لړۍ پيل سوه.


ننګرهار ولايتي چارواکي وايي څه وخت وړاندې کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته سفر کړی وو د تسليم سوو داعش وسلوالو مېرمنو او ماشومانو د برخليک پريکړه يې ګډې جرګې ته پريښي وه.
وروسته د جرګې پريکړه دا وه چي د تسليم سوو داعش وسلوالو مېرمنې اوماشومان به دهغوی خپلوانو ته سپاري ،چې نن يې ۵۲ مېرمنې او ۸۱ ماشومان دهغوئ خپلوانوته وسپارل.
د قومي مخورو او دجرګې د غړو په خبره د اسلامي او افغاني دود له مخي غواړي د داعش وسلوالو مېرمنې او ماشومان دهغوی خپلو خپلوانو ته وسپاري.
بل خوا بيا د تسليم سوو داعشيانو مېرمنې او ماشومان پدې خوښ دي چي افغان حکومت يې په ښه ډول پالنه او ساتنه کړې.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې دامنيتي ځواکونو د برياليو عملياتو په پايله کي سلګونه داعش وسله وال دې ته اړ سول ،چې له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره حکومت ته تسليم سي.
 


د مطلب کود: 200226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200226/ننګرهارکي-دتسليم-سوو-داعش-وسله-والو-قبايلي-مېرمني-او-ماشومان-خپلو-کورونو-ته-ستنيږي

آوا
  https://www.avapress.com