دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 200227
دهلمند موټرچلونکي: د فراه په اړوند سیموکي غیرقانوني پیسې راڅخه اخیستل کیږي
د هلمند موټر چلونکي وايي: د فراه اړوند سیموکي يو شمېر امنیتي پوستې غیر قانوني پیسې اخلي، چي موټر چلونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي. موټر چلونکو د تېرو څو ورځي راهیسي د کندهار ـ هرات لویه لاره د اعتراض پر ډول بنده کړې ده. هلمند کي موټروانان: د فراه په اړوند سیموکي له موټر چلونکو د انتن په نامه یوه پوسته ناقانونه پیسې اخلي، د دوی په وینا دغه امنیتي پوستې کسان موټر چلونکي د پیسو د نه ورکړي په صورت کي تر مرګه وهي او ترټي.
دغه موټر چلونکي د کندهار او هلمند پر ځینو مشخصو ځایونو هم نیوکه لري، او وايي دولتي ادارې يې باید په اړه کلک اقدام وکړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي: ټولو امنیتي او کشفي اداروته يې دنده سپارلې ده، چي د خلکو امن تامین کړي، د ده په وینا ولایت مقام د ناقانونه پیسو د اخیستلو په تړاو خپله مشخصه شمیره اعلان کړې ده، او هر ځآی که موټر چلونکي له ناقانونه پیسو اخیستلو سره مخ کیږي، نو سمدستي به امنیتي ارګانونه د هغوی مخه نیسي.
د ناقانونه پیسو اخیستل د تجارت ، ټرانسپورټ او عامو خلکو لپاره په ډيره درنه بیه تمامیږي، په بازارونو کي د نرخونو پر زیادښت مستقیم تاثیر لري.
عام خلک له دولت څخه تل د دغه ډول ناقانونه پیسو د اخیستلو د مخنیوي غوښتنه کوي، خو اقدام هغسې چي ښايي جدي نه بریښي.
 
https://avapress.com/vdciruaryt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته