کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهلمند موټرچلونکي: د فراه په اړوند سیموکي غیرقانوني پیسې راڅخه اخیستل کیږي

20 جدی 1398 ساعت 11:54

د هلمند موټر چلونکي وايي: د فراه اړوند سیموکي يو شمېر امنیتي پوستې غیر قانوني پیسې اخلي، چي موټر چلونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

موټر چلونکو د تېرو څو ورځي راهیسي د کندهار ـ هرات لویه لاره د اعتراض پر ډول بنده کړې ده.

هلمند کي موټروانان: د فراه په اړوند سیموکي له موټر چلونکو د انتن په نامه یوه پوسته ناقانونه پیسې اخلي، د دوی په وینا دغه امنیتي پوستې کسان موټر چلونکي د پیسو د نه ورکړي په صورت کي تر مرګه وهي او ترټي.


دغه موټر چلونکي د کندهار او هلمند پر ځینو مشخصو ځایونو هم نیوکه لري، او وايي دولتي ادارې يې باید په اړه کلک اقدام وکړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي: ټولو امنیتي او کشفي اداروته يې دنده سپارلې ده، چي د خلکو امن تامین کړي، د ده په وینا ولایت مقام د ناقانونه پیسو د اخیستلو په تړاو خپله مشخصه شمیره اعلان کړې ده، او هر ځآی که موټر چلونکي له ناقانونه پیسو اخیستلو سره مخ کیږي، نو سمدستي به امنیتي ارګانونه د هغوی مخه نیسي.
د ناقانونه پیسو اخیستل د تجارت ، ټرانسپورټ او عامو خلکو لپاره په ډيره درنه بیه تمامیږي، په بازارونو کي د نرخونو پر زیادښت مستقیم تاثیر لري.
عام خلک له دولت څخه تل د دغه ډول ناقانونه پیسو د اخیستلو د مخنیوي غوښتنه کوي، خو اقدام هغسې چي ښايي جدي نه بریښي.
 


د مطلب کود: 200227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200227/دهلمند-موټرچلونکي-د-فراه-په-اړوند-سیموکي-غیرقانوني-پیسې-راڅخه-اخیستل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com