دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 200228
افغانستان په لومړي ځل په کور دننه د کرومایټ ډبرې پروسس پیل کړ
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي،په لومړي ځل به د کرومایټ ډبرې دننه په هېواد کې پروسس شي.
دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې کرومایټ ډبرې به دننه په هېواد کې تر پروسس وروسته د افغانستان په مارک بهر ته ولېږدول شي.
ښاغلی مطفي زیاتوي، تردې وړاندې دغه قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقیدې او د پاکستان په نامه پروسس کېدې چې دې کار افغانستان ته ګڼ اقتصادي زیانونه اړول.
د کرومايټ قیمتي ډبرې په لوګر ، کابل، خوست، پروان او ميدان وردګو ولايتونو په غرونو کې پيدا کېږي.
له کرومايټ ډبرو څخه د اوسپنې او نورو فلزاتو په پياوړي کولو کې ګټه اخيستل کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ کانونه تازه د استخراج لپاره انتخاب کړي دي چې ژر به یې د ۱۰ کانونو د کیندنې چارې پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcj8ye8ouqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته