کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان په لومړي ځل په کور دننه د کرومایټ ډبرې پروسس پیل کړ

20 جدی 1398 ساعت 17:40


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي،په لومړي ځل به د کرومایټ ډبرې دننه په هېواد کې پروسس شي.
دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې کرومایټ ډبرې به دننه په هېواد کې تر پروسس وروسته د افغانستان په مارک بهر ته ولېږدول شي.
ښاغلی مطفي زیاتوي، تردې وړاندې دغه قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقیدې او د پاکستان په نامه پروسس کېدې چې دې کار افغانستان ته ګڼ اقتصادي زیانونه اړول.
د کرومايټ قیمتي ډبرې په لوګر ، کابل، خوست، پروان او ميدان وردګو ولايتونو په غرونو کې پيدا کېږي.
له کرومايټ ډبرو څخه د اوسپنې او نورو فلزاتو په پياوړي کولو کې ګټه اخيستل کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ کانونه تازه د استخراج لپاره انتخاب کړي دي چې ژر به یې د ۱۰ کانونو د کیندنې چارې پیل شي.
 


د مطلب کود: 200228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200228/افغانستان-په-لومړي-ځل-کور-دننه-د-کرومایټ-ډبرې-پروسس-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com