د پاکستان د پوځ مشر وایي، هیواد یې د افغانستان د سولې پروسه کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د دفاع له وزیر مارک ایسپر سره تليفوني خبرو کې دا ټکی یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی په افغان سوله کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي.
د نوموړي په خبره پاکستان پر دې ټینګار کوي چې په سیمه کې جګړې ختمې او سوله تامین شي.
په ځواب کې یې ښاغلي مارک ایسپر هم له پاکستاني پوځي مشر سره د خبرو پر مهال په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي چې امریکا جګړه نه غواړي خو تهدیدونه به له منځه وړي.
ښاغلي مارک تر دې وړاندې له افغان ولسمشر سره تماس نیولی او په سیمه ییزو مسایلو ورسره غږیدلی و