د اوکراین ولسمشر د افغانستان له ولسمشر سره په تلیفوني خبرو کې د ایران په حدودو کې د اوکراینۍ الوتکې د رالویدنې په پېښه کې د افغانانو په مړینه خواشیني څرګنده کړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د تلیفون په لیکه وویل، اوکراین د مړو کورنیو سره د زړه له کومې غمشریکي کوي.
ولادیمیر زیلینسکي د پېـښې په اړه د اوکراین د پلټنو پوره ډاډ ولسمشر غني ته ورکړ او زیاته یې کړه: ((موږ به دقیقا د تحقیقاتو د پایلو په اړه ټول معلومات افغان چارواکو ته چمتو کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې تهران کې له خمیني هوایي ډګره تر پرواز وروسته رالویدلې اوکراینۍ الوتکه کې د ۱۷۶ وژل شویو تر منځه ۱۰ افغانان هم شامل وو