دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 200237
د سپاه قدس قومندان: د امريکا پر وړاندې مو ډېر بريدونه پلان کړي و
د ايران انقلابي ساتونکي ځواک چارواکي وايي، که امريکا پر عراق د دوى کړي بريد ته ځواب ويلى، نو دا توغنديز بريدونه به په سيمه کې د يوۀ ستر عمليات پيلامه واى. د ايران انقلابي ساتونکي ځواک د فضايي برخې قومندان جنرال امير علي حاجي زاده يوې خبرې ناستې ته چې د ايران د ملي ټلويزيون له لارې خپرېده وويل، دوى د سلگونو بلکې د زرگونو توغنديو د توغولو چمتوالى کړى و، خو په وينا يې دغه پېښه کې يې له ۲۰ کم توغندي وتوغول.
جنرال حاجي زاده زياته کړه، دوى د امريکايي ځواکونو د وژنې نيت نه درلود، خو په وينا يې کېداى شواى عمليات داسې ترتيب شي چې په لومړي پړاو کې ٥٠٠ سرتېري ووژني، او د امريکا د ځوابي اقدام په حالت کې زرگونو نورو خپل ژوند لاسه ورکړى واى.
خو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران توغنديز بريد ته په غبرگون کې ويلي و چې
"په دغه بريد کې امريکايي يا عراقي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يوازې اډو ته تر ټولو کم تاوان رسېدلى."
ولسمشر ټرمپ همداراز وويل چې امريکا به سملاسي پر ايران اضافي مالي او اقتصادي بنديزونه ولگوي او دا بنديزونه به تر هغه پر ځاى وي چې ايران خپل چلند کې بدلون راولي.
د جنرال حاجي زاده په وينا دوى داسې انگېرلې وه "چې نښته به درې اونۍ دوام وکړي او دغه راز حالت لپاره څو زره توغندي چمتو کړل شوي و." د دغه ايراني جنرال په وينا هېواد يې سايبري بريد هم کړى و چې په پايله کې يې د امريکا توغنديز دفاعي سيستم له کاره لوېدلى و.
 
https://avapress.com/vdcjtye8auqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته