دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 200238
افغان هنرمند قادر فرخ د ۷۳ کلونو په عمر ومړ
د افغانستان سينما مشهوره فلمي څېره قادر فرخ تېره شپه (۵ جنوري) د زړه ناروغۍ له امله په ترکيه کې ومړ. نوموړی چې په کابل کې زيږېدلی و ۷۳ کاله عمر يې درلود. ښاغلي فرخ له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې په بېلابېلو کورنيو، بهرنيو فلمونو او تياتر کې رول لوبولی و، د ده د فلمونو څخه يو د هاليوو کايټ رنر دی چې د افغان ليکوال خالد حسيني پر ناول جوړ شوی دی.
پلار يې فرخ اقندي د افغانستان د موسيقۍ له مشهورو څېرو څخه و.
ښاغلي فرخ د فلمونو او تياتر تر څنګ په راديو او تلويزيون کې هم ګڼ رولونه لوبولي دي چې د هغو له جملي څخه د بي بي سي نوي کور نوي ژوند کې د ملک ادام خان رول د يادولو وړ دی.
د افغان فلم پخوانی مشر انجينير لطيف احمدي د ده مړينه افغان سيمنا ته يوه لويه ضايعه بولي او وايي تشه به يې په اسانۍ ډکه نشي.
دغه افغان هنرمن په نادريه ليسه کې د زده کړو له بشپړولو وروسته د تياتر په برخه کې زده کړې کړې وې.
د افغان فلم مشرې صحرا کريمي پر خپلې ټوېټر پاڼې د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.
 
https://avapress.com/vdcaewnua49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته