کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان هنرمند قادر فرخ د ۷۳ کلونو په عمر ومړ

20 جدی 1398 ساعت 10:27

د افغانستان سينما مشهوره فلمي څېره قادر فرخ تېره شپه (۵ جنوري) د زړه ناروغۍ له امله په ترکيه کې ومړ. نوموړی چې په کابل کې زيږېدلی و ۷۳ کاله عمر يې درلود.

ښاغلي فرخ له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې په بېلابېلو کورنيو، بهرنيو فلمونو او تياتر کې رول لوبولی و، د ده د فلمونو څخه يو د هاليوو کايټ رنر دی چې د افغان ليکوال خالد حسيني پر ناول جوړ شوی دی.


پلار يې فرخ اقندي د افغانستان د موسيقۍ له مشهورو څېرو څخه و.
ښاغلي فرخ د فلمونو او تياتر تر څنګ په راديو او تلويزيون کې هم ګڼ رولونه لوبولي دي چې د هغو له جملي څخه د بي بي سي نوي کور نوي ژوند کې د ملک ادام خان رول د يادولو وړ دی.
د افغان فلم پخوانی مشر انجينير لطيف احمدي د ده مړينه افغان سيمنا ته يوه لويه ضايعه بولي او وايي تشه به يې په اسانۍ ډکه نشي.
دغه افغان هنرمن په نادريه ليسه کې د زده کړو له بشپړولو وروسته د تياتر په برخه کې زده کړې کړې وې.
د افغان فلم مشرې صحرا کريمي پر خپلې ټوېټر پاڼې د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.
 


د مطلب کود: 200238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200238/افغان-هنرمند-قادر-فرخ-د-۷۳-کلونو-په-عمر-ومړ

آوا
  https://www.avapress.com