دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 200240
د الوتکې تور صندوق یا بلیک باکس څرنګه کار کوي؟
که غواړئ چې د الوتکې د رانسکوریدو د دلیل په هکله وپوهیږئ، نو د الوتکې تور صندوق یا بلیک باکس ته اړتیا لرئ. دغه نارنجني رنګه نه ویجاړیدونکي بکسه د پرواز ټول معلومات او د پیلوټانو خبرې ثبتوي. د نوم برعکس رنګ نارنجي وي.
په اصل کې د الوتکې تور بکس یا بلیک باکس چې رنګ یې نارنجي وي، د الوتنې معلومات ثبتوي او په ډیره قوي توګه محافظت کیدونکې آله ده. د دې الې دنده د کمپیوټر هارډ ډیسک او یا هم یوه میموري کارت ته ورته دی.
دغه آله د پرواز د ټولو معلوماتو پر ثبت سربیره د پیلوټانو خبرې او مکالمې هم ثبتوي. تر دې وړاندې به دغه معلومات د دوو جلا آلو په واسطه ثبتیدل خو نن ورځ داسې آلې هم شته چې د دوو آلو کار کوي. د الوتکو د قوانینو پر اساس، هره الوتکه اړ ده چې دغه راز دوه صندوقونه پکښې فعال وي.
د صندوق په آسانۍ سره موندل کیدل
د بلیک باکس په نامه د الوتکې دغه مهمه آله باید د دې وړتیا ولري چې په ډیرو جدي پیښو کې هم زیانمنه نه شي. مخکې له دې چې دغه آلې په آلوتکه کې نصب کړل شي، دوی آزمویل کیږي او پر یوه کانکریټي دیوال باندې په ساعت کې د ۷۵۰ کیلومتره په سرعت سره ویشتل کیږي. پر دې آلې همدا راز پنځه دقیقي د ۲ اعشاریه ۲۵ ټنه په اندازه وزن هم آزمویل کیږي او باید د دې وړتیا هم ولري چې په یوه ساعت کې د تودوخي په ۱۱۰۰ درجه کې ویلي یا لمنځه ولاړه نه شي.
دغه آله همدا راز د اوبو په ۶۰۰۰ متره ژور والي کې هم آزمویل کیږي څو اوبه یې زیانمنې نه کړي.
د دې له پاره چې د الوتکو تر ټکر یا نسکوریدو وروسته دغه آلې په سمندرونو کې په آسانۍ سره وموندل شي، له مالګینو اوبو سره د تماس په صورت کې دغه آله د ۲ کیلومترو په فاصلې سره یو لړ زیګنالونه هم لیږي.
د زیګنال په دې لنډه فاصله کې، په اکثرو مواردو کې د الوتکې تر ټکر وروسته د الوتکې د ځای موندل هم آسانیږي.
 
https://avapress.com/vdcdoz0xzyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته