دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 200252
۵۰ تنه دولت مخالف وسله وال د طوفان هریرود په عملیات کې وژل شوی او ټپیان شوی دی
د ۵۰ څخه ډیر دولت وسله وال مخالفین د امنیتی ځواکونو په عملیات کې د هرات-غور په لویه لاره کې وژل شوی او ټپیان شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: ملی پولیس امنیتی ځواکونه، ملی اردو او ملی امنیت د طوفان هریرود تر نامه لاندی د هرات-غور لویه لاره او کلۍ او ولسوالیو د وسله والو مخالفینو شتون څخه پاکسازی عملیات تراوسه ادامه لری.
سمونوال سید عثمان محبوبی د هرات ولایت امنیه قوماندانی امنیت آمر چی د ملی پولیس رهبری په غاړه لری د ملی پولیس نقش په لومړۍ خط کې مهم بللی او وایی: امنیتی ځواکونه د دفاعی حالت څخه وتلی دی، چانس او برید مجال د دولت مسلح مخالفینو څخه نیولی دی.
همدارنګه په دی عملیات کې د دشمن مهم قرارګاوی او د ۵۰ څخه ډیر مخالف وسله وال د هغوی کلیدی کسانو په ګډون وژل شوی او ټپیان شوی دی او کلۍ او ولسوالی لکه پشتون زرغون، اوبه، دره تخت چشت شریف د دولت مسلح مخالفینو شتون څخه پاک شوی او دشمن تجهیزات او هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د هرات امنیه قوماندانی امنیت آمر وویل چی په دی عملیات کې امنیتی ځواکونو او ملکی وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
 
https://avapress.com/vdcgnz9xxak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته