د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، د ایران او امریکا د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره د افغانستان له فضا څخه تېرېونکي پروازونه په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ پروازونو پورې ډیر شوی دی.
د هوایي چلن ادارې د کنترول مشر معصوم معصومي په دې اړه تاند ته وایي، د ایراني هوایي حریم د ستونزو له امله د پروازونو ترافیک بدل شوی او وروستۍ اوونۍ کې په بیساري ډول د افغانستان په هوایي حریم د پروازونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.