دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۱
د مطلب کود : 200263
د ایران ـ امریکا لانجې د افغانستان په حریم د ورځې ۱۰۰ پروازونه او ۷۰ زره ډالر عاید زیات کړ
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، د ایران او امریکا د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره د افغانستان له فضا څخه تېرېونکي پروازونه په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ پروازونو پورې ډیر شوی دی. د هوایي چلن ادارې د کنترول مشر معصوم معصومي په دې اړه تاند ته وایي، د ایراني هوایي حریم د ستونزو له امله د پروازونو ترافیک بدل شوی او وروستۍ اوونۍ کې په بیساري ډول د افغانستان په هوایي حریم د پروازونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

نوموړی وایي، پخوا به د افغانستان له مسیر څخه ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۳۰۰ پروازونه تیریدل خو اوس په ۲۴ ساعتونو کې دا شمېر له ۴۱۴ څخه اوړي چې افغانستان له هر پرواز څخه ۷۰۰ ډالر ترلاسه کوي: (( یعني ویلی شم چې موږ له سل اضافه شویو پروازونو څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ زره ډالر اضافي عاید ترلاسه کوو، خو دا موقتي موضوع ده، کیدای شي معادله بدله شي.))
نوموړی وایي، د جرمني، ناروې او ارمینیا په ګډون د څو هیوادونو هوایي شرکتونو پدې وروستیو کې د ایران د هوایۍ حریم له لارې خپلې الوتنې وځنډولې ترڅو د احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ ترينګلتیا هغه وخت لا پسې زیاته شوه کله چې د ایران د انقلابي ګارد قومندان قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
تهران تیره چهارشنبه په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پر دوو پوځي اډو د توغندیو برید وکړ.
 
https://avapress.com/vdciquarpt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته