وتلې افغانه ورزشکاره روبينا جلالي د رايو په اکثريت سره د څلورو کلونو له پاره د افغانستان د اتليتيک فدراسيون مشره وټاکل شوه. جلالي د سپورټ تر څنګ سياستواله هم ده.
روبينا جلالي د افغان ملي اتليتيک د فدراسيون مشره شوه
21 جدی 1398 ساعت 9:26
وتلې افغانه ورزشکاره روبينا جلالي د رايو په اکثريت سره د څلورو کلونو له پاره د افغانستان د اتليتيک فدراسيون مشره وټاکل شوه. جلالي د سپورټ تر څنګ سياستواله هم ده.
د (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۹مه) د افغانستان د اتليتيک په ملي فدراسیون کې د رايې اچونې په پايله کې روبينا جلالي ټولې دېرش رايې خپلې کړې او د دغه فدراسيون مشره شوه.
جلالي لومړۍ ښځينه افغانه ورزشکاره ده چې د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته يې د المپيک په نړيوالو لوبو کې ګډون کړی دی. هغې به د کابل په لوبغالي کې د ځغاستې په يوې کنډوکپرې ليکې باندې دغو نړيوالو لوبو ته تياری نيوه. داسې ويل کيږي چې مېرمن جلالي له ۲۰۰۴م کال راهيسې د المپيک لوبو ته چمتوالی نيولی وو.
نوموړې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸م کلونو کې يعنې دوه وارې د المپيک په لوبو کې د افغانستان استازيتوب کړی دی. روبينا جلالي د خپلو سپورټي فعاليتونو تر څنګ د افغانستان په پارلمان کې د کابل د خلکو استازې هم ده.
د مطلب کود: 200264