دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 200265
عراقي لومړي وزیر د امریکايي پوځیانو وتلو تګلارې چمتو کولو غوښتنه کړې
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي له امریکا غوښتي چې له هېواده یې د امریکايي پوځیانو خوندي وتلو میکانیزم لپاره خبرې ورسره وکړي. د ښاغلي مهدي پر رسمي فېسبوکپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړي د جمعې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره ټیلیفوني خبرو کې دا غوښتنه کړې. د ښاغلي مهدي دفتر ویلي، لومړی وزیر د عراق خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ضد هر اقدام ردوي. په دې اقداماتو کې د امریکا لخوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنه او د عراق په خاوره کې پر دوو امریکايي اډو د ایران توغندیز بریدونه شامل دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، لومړي وزیر د امریکا بهرنیو چارو له وزیره غوښتي یو پلاوی دې عراق ته واستوي چې له پارلماني لایحې سره سم له دغه هېواده د امریکايي پوځیانو خوندي وتلو لپاره پر تګلاره خبرې وکړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، عراق له خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره غوره اړیکي غواړي او عراق حکومت په خپله خاوره کې د ټولو مېشتو بهرنیانو او د دوی د ملکیتونو خوندي ساتلو هڅه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، لومړي وزیر ښاغلي پومپیو ته ګیله وکړه چې امریکايي پوځیان او تجهیزات یې د حکومت له اجازې پرته عراق ته راځي چې په وینا یې دا د اوسنیو هوکړه مخالف اقدام دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر لومړي وزیر ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د عراق خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او پر دې موضوعاتو به خبرې روانې وساتل شي.
د یادونې ده چې په عراق کې له پراخو حکومت ضد مظاهرو وروسته ښاغلي مهدي د نومبر پر ۳۰ پارلمان ته استعفا وړاندې کړه، خو تر اوسه د عراق سیاسي قوتونه نه دي توانېدلي پر داسې یوه شخصیت هوکړه وکړي، چې مظاهره کوونکو ته هم د منلو وړ وي.
 
https://avapress.com/vdcaiwnum49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته