دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 200266
اسلام اباد پولیسو هغه پاکستانی نیولی چې د افغانستان په تذکره یې د ایټالیا تابعیت اخیستی و
پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په هوایي ډګر هغه کس نیولی چې د افغانستان په جعلي تابعیت یې د ایټالیا قبولي ترلاسه کړې وه، خو دی اصلا د پاکستان تر ولکې لاندې د خټکو د سیمې اوسېدونکی و.
اسرار خټک دوبۍ ته له روان ۶۱۲ م نمبر پرواز نه راستون کړای شوی او په بیګ کې ورسره د پاکستان شناختي کارډ هم نیول شوی دی، خو دغه کس د افغانستان په تذکره د ایټالیا تابعیت هم ترلاسه کړی و.
چارواکي وایي، اسرار احمد له ایټالیا څخه پاکستان ته د کورنۍ د لیدو لپاره راغلی و او اوس دوی د انساني قاچاق په تور زندان ته استولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ پاکستاني وګړیو باندې تور دی چې په افغانستان کې جعلي تذکیرې په اسانه جوړوي او بیا اروپایي هیوادونو کې پناه پرې ترلاسه کوي.
 
https://avapress.com/vdcb0gb50rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته