کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتیا وزارت: ټول هېواد کې ۲ نیم میلیونه انسانان د هیروینو معتاد دي

21 جدی 1398 ساعت 13:32


د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې دوه نیم ملینو ته په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر د رسېدو په اړه اندیښنه ښودلې.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د روږدو د درملنې لپاره د کلینیکونو نشتوالی او په نشه یې توکو د روږدو کسانو لپاره اسانه لاسرسی د نشه یانو د زیاتوالي لاملونه دي.
د عامې روغتیا وزارت د مخدره توکو د تقاضا د کمښت څانګې تخنیکي مرستیال شکور حیدري وایي، دا یو لوی ګواښ دی چې حکومت ورسره باید د مبارزې لپاره لومړیتوب ورکړي.
په عین حال کې ، په نشه یې توکو یو شمیر روږدي کسان وايي دوی کولی شي په اسانۍ سره هغه نشه یي توکي ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.
اته ویشت کلن علي رضا، چې له ماشومتوب راهیسې په مخدره توکو روږدی دی وايي ، هغه مهال چې په ایران کې دیارلس کلن و په مخدره توکو روږدي شوی و.
هغه وايي اوس نشي کولی په اسانۍ سره نشه پریږدي: “هوا ډیره سړه ده. زه د شپې تر پله لاندې یم. زه د تګ لپاره هیڅ ځای نلرم زما ټوله کورنۍ ایران ده. ”
دا په داسې حال کې ده چې ډیری په مخدره توکو روږدي کسان په کوڅو،.واټونو، پارکونو او د پلونو لاندې ژوند کوي.
د هیواد یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په لارو او کوڅو کې په نشه روږدو کسانو شتون د دوی ژوند ننګولی دی، خو له دغو کسانو په داسې حال کې شکایت کیږي چې د دغو معتادینو د درملنې لپاره کافي کلینیکونه په هیواد دننه نشته.
 


د مطلب کود: 200267

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200267/روغتیا-وزارت-ټول-هېواد-کې-۲-نیم-میلیونه-انسانان-د-هیروینو-معتاد-دي

آوا
  https://www.avapress.com