دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 200288
د پاکستان د بلوچستان  ایالت په مرکز  کوټې ښار کې چاودنه وشوه.
 د بلوچستان ایالت  مرکز کوټې ښار  په سټلایت ټاون  سیمه کې  په جومات کې  دننه  چاودنه شوې.
د چاودنې  هدف  د سیمې د پولیسو یو تن مشر  امان الله خان وو.
پولیسو  ویلي دي چې پدې چاودنه کې  د پولیسو د مشر  امان الله خان په ګډون  ۱۴تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پیښې قربانیان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د چاودنې نوعیت  تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.  
 
https://avapress.com/vdcfcxd0cw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته