دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 200289
د ټرمپ ځینې جنګي اختیارات کم کړې شول
د امریکا د استازو مجلس  د ولسمشر ټرمپ  په جنګي اختیاراتو  د ځینو محدویتونو  د لګولو  طرحه  تصویب کړه.
ددې طرحې له مخې  د ډیوکراټ  ګوند د یو تن غړي  الیسا سلوتکین   استازو مجلس ته وړاندې شوې وه د ولسمشر ټرمپ په جنګي صلاحیتونو ځینې  محدویدیتونه  ولګول شو.
ددې طرحې له مخې ټرمپ  د ایران په مقابل کې هر ډول  پوځي  اقداماتو  د ترسره کولو په خاطر مجبور دی چې د استازو د مجلس نه اجازه  واخلي.
دا طرحه  د ۱۹۴ مخالفو  رایو  په مقابل کې  د ۲۲۴ موافقو رایو سره  د تصویبیدو نه وروسته  د مشرانو جرګې ته  واستول شوه.
د بله پلوه  د امریکا  د استازو د مجلس  ځینې ډیموکراټ  استازي  وايي چې  ولسمشر ټرمپ  د ایراني قومندان قاسم سلیماني  باندې  برید  په ۲۰۰۲ کال کې  د عراق د جګړې پر مهال   حکومت ته د ورکړل شوو  صلاحیتونو  نه استفاده کړي وي. ډیموکراټان اوس  هڅه کوي  په ۲۰۰۲ کال کې حکومت ته ورکړ شوې اجازه نامه  لغوه کړي  او امریکا حکومت پر ایران  د هر ډول پوځي مداخلې لپاره  د استازو د مجلس نه اجازه اخیستو ته  اړ کړي.
د امریکا ولسمشر  ټرمپ بیا  ددې طرحې  پر خلاف ډیر سخت غبرګون کړی دی  او په جمهوریت  پلوو وکیلانو يي غږ کړی دی چې په د مشرانو په جرګه کې  ددې طرحې پرخلاف  رای وکاروي.
 
https://avapress.com/vdcg7z9xyak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته