دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 200290
سلطان قابوس د عمان پاچا مړ سو

د عمان دولتي تلویزیون نن سهار د دغه هیواد د پاچا قابوس بن سعید بن تیمور د مړینې خبر ورکړی دی.
د عمان تلویزون اعلان کړه چې سلطان قابوس د جمعې په ماښام مړ شوی دی، خو د هغه د مړینې تر خبر خپرېدو وروسته نن د عمان په مرکز کې د پوځیانو او امنیتي تدابیرو د ډېرېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
عمان سر له نن شنبې څخه درې ورځې عمومي رخصتي او ملي ماتم هم اعلان کړی دی
قابوس بن سعید بن تیمور البوسعیدي د عمان د صلاله ښار کې زېږيدلی او د ال بوسعید شاهي کورنۍ ۱۴م پاچا و چې په عربي نړۍ کې يې تر ټولو اوږده پاچاهي وکړه.
سلطان قابوس په ۷۹ کلنۍ کې له نړۍ ولاړ او هغه له ۱۹۷۰ کال راهیسې د دغه هیواد پاچا و چې د واک موده یې ۵۰ کلونو ته غځېدلې وه.
 
https://avapress.com/vdci3uarut1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته